چهار شنبه/ د وري ۸ مه د افغان حکومت د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره، تېره ورځ د ملاکنډ په شانګله کې په چينايي انجينرانو پر موټر بريد چې له امله یې د پنځو چينايي انجينران په ګډون شيږ تنه په کې ووژل شول، خواشيني څرګنده کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شويدي: (( افغان حکومت د اوښتو زیانونو له امله د چين او پاکستان حکومتونو سره خپله خواخوږي څرګندوي)).
په اعلاميه کې زياته شوې، چې دا ډول برېدونه او پېښې د سيمه ییزو همکاریو د کمزوري کولو لپاره ترسره کېږي او د سیمې هېوادونه باید اجازه ورنکړي، چې د دغې همکارۍ مخالفين د سيمې نا امنه کولو سره خپلو موخو ته ورسږي.
د رسنيو د راپورنو پر اساس، تېره ورځ د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ په شانګله سيمه کې د چينايي انجينرانو په یوه ليږدوونکي موټر ځان وژونکی برید شوی و، چې له امله یې د پنځو چينايي انجينرانو په ګډون شپږ تنه په کې وژل شوي و.