د پرځېدلي جمهوریت لومړي مرستیال او د سي آی اې پخواني جاسوس امرالله صالح په دې وروستیو کې د نړۍوالو مسایلو پر سر د امریکا، اروپايي اتحادیې او ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ اختلافاتو او ناندریو ته په کتو، اندېښمن دی، چې ښايي دا سازمان وپاشل شي. نوموړي ویلي چې په دې وروستیو کې له دغه اختلافاتو، د ناټو له اصلي مقر بروکسل څخه پاریس او لندن ته د مهمو غونډو د لېږد او همدا راز د امریکا او نورو متحدینو ترمنځ یې درزونو ته په کتو داسې ښکاري چې دغه سازمان د خپل مرکزیت د له لاسه ورکولو په حال کې دی. امرالله صالح زیاته کړې، چې د جمهوریت له پرځېدو تنها څو ورځې مخکې هغه مهال د ناټو له استازي سره دا اندېښنه هم شریکه کړې وه او هغه ورسره منلې وه چې که د جمهوریت له مشرانو سره مو خیانت وکړ، ناټو به وپاشل شي.
د ناټو سازمان د پاتې کېدو لپاره د صالح له لابیګرۍ د نوموړي مضطرب، اندېښمن او وارخطا حال له ورایه ښکاري. وروسته له هغې چې پر صالح او ملګرو یې د امریکا او نورو غربي هېوادونو باور ختم شو او له داخلي کشمکشونو سره مخ شول، د صالح او ملګرو یوازېنۍ هیله ناټو وه، چې ګواکې په دغه سازمان کې به یې هغه پخواني ملګري لاس نیوی وکړي، چې ده یې په افغانستان کې پوره دوه لسیزې چوپړ وکړ او د دوی د ګټو د خوندیتوب لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې. اوس چې نوموړی ويني د هیلو دا یوازینۍ بېړۍ یې هم په ډوبېدو ده، نو د هغو نجات او د خپل مضطرب حالت او وضعیت د بیان لپاره یې چیغي پیل کړې دي.
د صالح دا بې مانا او بې ګټې لابیګري له څو اړخونو بې پایلې ده؛ لومړی خو صالح اوس نه د کوم هېواد واکمن دی، نه کوم اجرایوي صلاحیت لري، نه کومه داسې معجزه کولی شي چې نوموړی دې ناټو ته په درد وخوري، البته هغه وخت یې چې په کار و او استفاده یې ترې کولی شوای، ښه استفاده ترې وشوه او ده یې هم پوره چوپړ وکړ، خو صالح اوس په یوه پردي وطن کې د مسافرۍ شپې سبا کوي، خلک یې په وطن کې له شره په امن شوي، هغه پخوانۍ دبدبه یې نشته، اوس یو فرد دی او آن د خپلې ویزې او اقامت اندېښنې اخیستی وي، نو ځکه د ده دا ټولې هڅې او لابیګري فقط د ده وارخطا حالت او د ده د خیالي خوبونو د نه پوره کېدو حالت څرګندوي.
دویم دا چې د ناټو د پاتې کېدو او پاشلتیا حالت د امرالله صالح او ده ته ورته نورو اجیرانو له تصمیمونو، لابیګریو، عذر او زاریو سره هېڅ اړیکه نه لري. ناټو خپله سترې ستونزې لري، چې یوه ستونزه یې هم په افغانستان کې بې سارې ماتې وه. ناټو به خپلې سترې نړۍوالې ستونزې او داخلي اخ و ډب سره شړوي او له منځه به یې وړي. د ناټو ستونزه هلته د دوی د داخلي کشمکش اړوند ده، چې تر ډېره هر څوک پکې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره هڅې کوي.
امرالله لومړی په خپله اقرار کوي چې ناټو او نورو امریکايي او غربي بادارانو یې خیانت ورسره کړی، خو بیا یې هم د هغوی لمن نیولې او په احتمالي پاشلتیا یې اوښکې تویوي. نوموړی د یوکراین او د زلینسکې له حالت عبرت نه اخلي، چې همدې ناټو، امریکا او غربیانو په څه حالت او برخلیک اخته کړل، څه یې ورسره وکړل، هېواد یې څنګه ورته لوټې، لوټې کړ او اوس یې څنګه ترې پاتې هډوکي شپېلي او پر سر یې له نورو سره معاملې کوي!؟
ناټو همدا څه د افغانستان لپاره هم غوښتل؛ ناټو غوښتل په افغانستان کې له شرمېدلې ماتې وروسته، دا هېواد بیا داخلي اخ و ډب ته بوځي او د نویمو لسیزو په څېر یې بیا د امرالله په څېر خپلو قراردادیانو پر مټ وران کړي، خو دا چې د هېواد نویو واکمنانو په دې برخه کې ځیرکتیا وکړه، د دوی دا پلان یې شنډ کړ او د دوی او اجیرانو د پلان پر خلاف یې یو پیاوړی مرکزي حکومت جوړ کړ، د داخلي کشمکش او احتمالي تجزیې مخه یې ونیول، وینې بهېدو ته یې اجازه ورنه کړه او د لوټ او تالان مخه یې ډب کړه.
د ناټو پر اوسني وضعیت د صالح اوښکې بهول او د نجات لپاره یې لابيګري ورته کول، تنها د دې لپاره دي چې نوموړی هیله من دی چې ګواکې ناټو به یې لاس نیوی وکړي ترڅو بیا افغانستان د جګړو او خپلو شومو موخو د پلي کېدو په ډګر بدل کړي، دی یې ورته ګټې خوندي او په بدل کې یې له ناټو میلیونه ډالر واخلي، همدا یې وروستۍ هیله او دلیل دی او بس!
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.