د افغان حکومت د مخالفینو په وروستۍ آنلاین غونډه کې، د یو شمېر پخوانیو سیاسي څېرو څرګندونو یو ځل بیا هغه تکراري، متناقض او له واقعيت لرې روایتونه مطرح کړل، چې له کلونو راهیسې یې د افغانستان د ولس پر وړاندې د جګړې، دیموکراسۍ او سیاسي بدیل په نوم وړاندې کوي. د دغو څېرو په خبرو کې له یوې خوا د خبرو اترو، تفاهم او د سیاسي حل غوښتنه کېږي، خو له بلې خوا د جګړې د پیل او پراخېدو ګواښونه تکرارېږي؛ داسې ګواښونه چې تر اوسه یې له پرله پسې ادعاوو پرته کوم داسې عملي وزن نه دی پيدا کړی، چې د افغانستان د اوسني واقعیت سیاسي او امنیتي معادله بدله کړي.
مهمه لا دا ده چې د دوی ډېری سیاسي روایتونه له هغو تجربو سره په ټکر کې دي، چې ولس یې په تېرو لسیزو کې شاهد و؛ ځکه همدا څېرې چې نن د نظام، دیموکراسۍ او د خلکو د حقونو خبرې کوي، د تېر شل کلن جمهوریت په دوره کې یې ځای درلود، هغه دوره چې د وحشت او بربريت، پراخ فساد، سیاسي انحصار، کمزورې حکومتولۍ او ولسي نارضایتۍ سره مله وه.
له همدې امله د دوی اوسني شعارونه تر هر څه وړاندې د دوی د تېرې سابقې، واقعي توان او د افغانستان د اوسني وضعیت له معیار سره د پرتله کولو وړ دي. په داسې حال کې چې افغان حکومت په سیاسي ډګر کې د خپل موقف په ټینګولو او په امنیتي او جګړه ییز ډګر کې د مخالفو وسله والو د فشارونو په مهارولو سره د دغو ادعاوو پر وړاندې خپل عملي برلاسی ثابت کړی دی.
د دې غونډې تر ټولو څرګند تناقض د مخالفینو په همدې دریځ کې لیدل کېږي، چې له یوې خوا د مذاکراتو، خو بل خوا د جګړې غوښتنه لري. دوستم ویلي، چې د خبرو لپاره یې پنځه کسیز پلاوی هم ټاکلی او له افغان حکومت غواړي چې د دوی د خبرو وړاندیز جدي ونیسي؛ خو په همدې مجلس کې سیاف، یاسین ضیاء او احمد مسعود د تېرې دورې د خبرو د ناکامۍ خبره کوي او بیا د مقاومت او جګړې د دوام بې ځايه ژمنې تکراروي. که خبرې واقعاً روانې واوسي، نو بیا د جګړې ګواښونه ولې کوي؟ او که د جګړې ګواښ کوي، نو بیا د خبرو وړاندیز ولې کوي؟ دوی متناقض سیاست پر مخ وړي او فکر کوي چې بریالي به شي.
د دوی د خبرو بله مهمه برخه هغه تکراري جګړه يیز ګواښونه دي، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې یې تکراروي، چې جګړه به پيل شي، میدان ته به داخل شو او زرګونه کسان به مو لیکو ته راشي. خو په حقيقت کې يې هر څه يوازې تبليغاتي شعارونه دي، ځکه د جګړې ګواښونه کول او یا اعلان کول، د جګړې د توان ثبوت نه شي کېدلای. په تېرو پنځو کلونو کې د مخالفینو د دغو شعارونو حقیقت ډېر ښه روښانه شوی.
بل خوا که د خبرو اترو غوښتنه هم وګورو، نو پوښتلای شو چې د دوی مذاکرات د څه لپاره؟ د اسلامي او ملي ګټو لپاره او که د خپل پخواني سیاسي نفوذ او ونډې د بېرته ترلاسه کولو لپاره؟ د دوی سیاسي سابقې ته په کتو، دا اندېښنه بې ځایه نه ده چې دوی د مذاکرې تر عنوان لاندې د واک په جوړښت کې د ونډې او سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو هڅه کوي. افغان ولس د تېرو څو لسیزو له داسې سیاسي معاملاتو او ائتلافونو سره بلد دی، چې د خلکو د ارادې او ملي ګټو تر نوم لاندې یې په پای کې د جعلي واک پر وېش، شخصي سیاسي امتیازاتو او د محدودو کړیو پر نفوذ تمرکز کړی دی.
احمد مسعود چې نن د دیموکراسۍ او د خلکو د رايې له لارې د راتلونکي ټاکلو خبره کوي، باید دا هم ومني چې افغان ولس د دیموکراسۍ په چوکاټ کې جوړ شوی رژیم شل کاله تجربه کړ، خو پایله یې وحشتونه وه، نه هغه څه چې دوی یې د شعار په توګه وړاندې کوي. د جمهوري رژیم په همدې دوره کې پراخ فساد، انتخاباتي لانجې او درغلۍ، د زورواکو نفوذ، تعصب، سیاسي انحصار، د حساب ورکونې نه شتون او په ټوله کې دومره جدي ستونزې وې، چې نه یوازې افغان ولس ترې سر ټکاوه، بلکې نړیوالو بنسټونو هم په پرله پسې ډول پرې نیوکې کولې.
افغانانو د ديموکراسۍ یوه شل کلنه عملي تجربه تېره کړې ده، د ديموکراسۍ نیمګړتیاوې یې مشاهده کړې او تر ننه ترې کړېږي. پوښتنه دا ده، چې که هغه رژیم واقعاً د ولسواکۍ بریالی مثال و، نو ولې یې دومره تعصبي، زورواکي، سیاسي، اداري او امنیتي ستونزې درلودې؟ له همدې امله د دیموکراسۍ په اساس د راتلونکي بحث بې پایلې دی او افغان ولس به یې هیڅکله ونه مني.
د دغو څېرو د اوسنیو ادعاوو د ارزولو لپاره د هغوی له تېر سیاسي عمل څخه سترګې نه شو پټولای. هغه کسان چې نن د ولس، نظام، دیموکراسۍ او سیاسي اصلاحاتو خبرې کوي، د افغانستان د تېر شل کلن سیاسي جوړښت له مهمو څېرو څخه وو او د هغه رژیم له سیاسي پرېکړو، جوړښت او کړنو څخه ځان په بشپړه توګه نه شي جلا کولای. که هغه رژیم دومره ولسواک، عادلانه او د خلکو د ارادې پر بنسټ و، لکه څنګه چې یې نن د یادولو هڅه کېږي، نو بيا ولې افغان ولس په هماغه دوره کې له فساد، سیاسي انحصار، زورواکۍ، بې باورۍ او نورو ستونزو څخه دومره شکایت درلود؟ ولې د ولس او رژیم ترمنځ واټن ورځ تر بلې زیاتېده او ولې په رژیم کې دننه د اصلاحاتو غوښتنې پرله پسې مطرح کېدلې؟ ستونزه دا ده چې د جمهوري رژیم ډېری سیاسي لوبغاړي نن د یادې دورې یوازې هغه برخه را اخلي، چې د دوی د اوسني روایت لپاره ګټوره وي.
د جګړې د بیا پیل او پراخېدو تکراري ګواښونه هغه وخت لا بې معنی ثاتبېږي، چې همدا کسان په عین وخت کې د خبرو اترو غوښتنه هم کوي. افغانستان د جګړو له دردوونکو پایلو تېر شوی او ولس نور د هغو څېرو تکراري جګړه ییز شعارونه د راتلونکي د حل لارې په توګه نه شي منلای. که دوی واقعاً د ولس د خیر لپاره بدیل لري، باید د جګړې د ګواښ پر ځای خپل عملي سیاسي توان او روښانه طرحه وړاندې کړي؛ ځکه څو کاله پرله پسې د جګړې د پراخېدو خبرې، پرته له داسې عملي پایلې چې د هېواد سیاسي او امنیتي واقعیت یې بدل کړی وي، د ځواک نښه نه بلکې د کمزورتیا او سیاسي اغېز د نشتوالي اعتراف دی.
تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې د جګړې او سیاسي سیالیو بیه بیا هم همدا سیاسیون نه، بلکې عام افغانان پرې کوي. هغه کسان چې له لرې د جګړې د دوام او پراخېدو خبرې کوي، باید دا هم ووایي، چې د دې جګړې قرباني به څوک وي او د دې ولس لپاره به یې پایله څه وي؟ افغان ولس له اوږدو جګړو وروسته د وینو، مهاجرت، فقر او ورانۍ له تکرار سره نور لېوالتیا نه لري. هغه څوک چې د جګړې خبرې کوي، باید د جګړې بیه هم محاسبه کړي؛ ځکه د جګړې اعلان له لرې اسانه دی، خو میدان یې لوړ قیمت لري. که د افغان حکومت د مخالفینو ادعا دا وي، چې د ولس لپاره مبارزه کوي، نو د ولس د غوښتنو تر ټولو مهمه برخه جګړه نه، بلکې ثبات او ارامي ده.
د دې غونډې خبرې که له شعارونو ورهاخوا وکتل شي، د یوه منسجم او عملي سیاسي بدیل پر ځای د متناقضو دریځونو مجموعه ده. خبرې هم غواړي، جګړه هم؛ د ولسواکۍ دعوه هم کوي، خو د خپلې تېرې تجربې حساب هم نه ورکوي؛ د پراخ ملاتړ ادعا هم کوي، خو د خپل ادعا شوي ځواک روښانه عملي ثبوت نه لري. افغان ولس د داسې تکراري روایتونو له دورې تېر شوی او نور ترې بېزار دی. د اوسني افغانستان واقعیت دا دی چې تر دې دمه مخالفینو یوازې تکراري ګواښونه کړي، خو نور نه دي توانېدلي چې د هېواد سیاسي او امنیتي واقعیت بدل کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


