افغانستان په تېرو څو لسیزو کې د بې سارې ناامنۍ، جګړې او وینو توېدنې شاهد پاتې شوی دی؛ تر دې چې د ناامنۍ لمن د ډېرو ښارونو، بازارونو او کوڅو ته هم غځېدلې وه. د اختطاف او لوټمارۍ بانډونو د سترو ښارونو په بېلابېلو برخو کې ځالې جوړې کړې وې او هره ورځ یې زموږ د هېوادوالو وینې څښلې. څومره ځوانان به د تر ټولو بې ارزښته شیانو په سر وژل کېدل او د ارمانونو له نړۍ سره به د غلو او جنایتکارانو قرباني کېدل.
بې بندوباره کسانو به هم خپل لاسونه تر څنګلو پورې د بې ګناه خلکو په وینو لړلي وو او هم د پرځېدلي جمهوریت د امنیتي برخو او لوړ پوړو چارواکو سره د جوړجاړي له امله، په پوره آزادۍ سره په ښارونو کې ګرځېدل؛ ګواکې نه کوم قانون و او نه کومه واکمني، نه کوم ځواک لیدل کېده چې د ښار امنیت تأمین کړي او نه کومه محکمه وه چې جنایتکاران د خپلو کړنو په سزا ورسوي. ګواکې غل او دولت دواړه سره شریکان وو. همدا وضعیت په لویو لارو او د ښارونو په شاوخوا سیمو کې هم حاکم و.
خو د اوسني نظام په راتګ سره، د دې بې بندوباریو ټغر ټول شو او د امنیت او آرامۍ لمن په ټول هېواد کې وغوړېده؛ تر دې چې نن له کوره وتل او په شپه او ورځ کې سفر کول هېڅ توپیر نه لري. پانګوال او سوداګر هم د پخوا په پرتله، د اقتصادي فعالیت لپاره تر ټولو خوندي فضا ويني او نړیوالو راپورونو هم څو ځله په افغانستان کې د امنیتي حالت د ښه والي په اړه خبرې کړې دي.
په داسې شرایطو کې، د تش په نوم «آزادۍ جبهې» د مشر یاسین ضیاء وروستۍ خبرې د پام وړ دي. هغه په خپله انلاین ناسته کې ادعا کړې ده: «خلک وایي چې امنیت؛ په اصل کې موږ جبهو امنیت تأمین کړی دی؛ که وغواړو چې امنیت ګډوډ کړو، بیا به وګورئ چې امنیت څه شی دی!؟»
دا خبره یو ساده پوښتنه رامنځ ته کوي: که جبهې د امنیت تأمینوونکې وې، نو ولې هغه مهال چې دوی خپله په واک کې وو، ونه توانېدل چې دغه ډول امنیت د خلکو لپاره برابر کړي؟
ولې په هغو کلونو کې چې واک د دوی په لاس کې و، کابل د اختطاف کوونکو، غلو او لوټمارانو له وجوده پاک نه شو؟ ولې خلکو په لویو لارو او د ښار ترمنځ په لارو کې په اندېښنه او وېرې سره تګ راتګ کاوه؟ او ولې هغه امنیت چې نن پرې خبرې کوي، د دوی د واکمنۍ پر مهال د خلکو لپاره رامنځته نه شو؟
حقیقت دا دی چې مخالفې جبهې نه یوازې دا چې ونه توانېدلې شته سرتاسري امنیت رامنځ ته کړي، بلکې په تېرو کلونو کې یې څو ځله هڅه کړې چې د بریدونو په ترسره کولو او د ناامنۍ د رواني فضا په رامنځ ته کولو سره، د هېواد وضعیت بحراني وښيي. څو ځله یې پر هغو بهرنیو شرکتونو د برید نیت هم وکړ چې په افغانستان کې د پانګونې په موخه راغلي وو، خو دې هڅو ونه توانېدل چې په هېواد کې د امنیت عمومي واقعیت بدل کړي.
اوس چې دا هڅې پایلې ته نه دي رسېدلې، نو ګواکې نوی منطق دا شوی چې که د امنیت د خرابولو توان نه لري، لږ تر لږه خلک دې وګواښي چې «که وغواړو، امنیت ګډوډوو.»
د یاسین ضیاء خبره که د پخوانیو واقعیتونو او د ننني افغانستان د وضعیت تر څنګ کېښودل شي، یو څرګند تناقض ښکاره کېږي: هغه کسان چې د خپلې واکمنۍ په کلونو کې ونه توانېدل امنیت تأمین کړي، نن ادعا کوي چې شته امنیت د دوی د کړنو پایله ده؛ او هغه کسان چې د دې په خرابولو کې پاتې راغلي، خلک ګواښي چې که وغواړي، امنیت به ګډوډ کړي.
خو امنیت په شعار او آنلاین ناسته نه رامنځ ته کېږي او په ګواښ سره هم له منځه نه ځي. د ننني افغانستان واقعیت باید د خلکو په ژوند کې ولیدل شي؛ د لویو لارو په پرانیستوالي، د ښاريانو په آزاد تګ راتګ، د بازارونو په فعالیت او په ټول هېواد کې د آرامۍ په پراختیا کې.
که تاسو ادعا کوئ چې اوسنی امنیت ستاسو د کړنو پایله ده، نو ولې په هغه وخت کې چې واک او امکانات ستاسو په واک کې وو، ونه توانېدلاست چې هغه امنیت چې نن پرې خبرې کوئ، د افغانستان د خلکو لپاره رامنځ ته کړئ!؟
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


