په امریکا کې د غربت له امله په لارو کوڅو کې د اوسېدونکوشمېر ۱۸ سلنه زيات شوی؛ چې ډېری يې کوچنيان دي.
د الجزيرې ټلويزيون د راپور له مخې امریکا کې تېر کال د هغو وګړو شمېر ۱۸.۱ سلنه زيات شوی، چې د استوګنې لپاره ځای ځايګی نه لري او له همدې امله په لارو کوڅو کې ژوند تېروي.
د شمېرو له مخې اوس مهال په امريکا کې نږدې يو ميليون کسان د غربت له امله بې سرپناه دي کورونه نه لري او په دوی کې داسې وګړي هم شته چې د لومړي ځل لپاره دغه ژوند تجربه کوي.