د مرکزي اسیا او افغانستان د چارو څېړونکی او تاریخپوه ډاکټر فریډریک سټار وايي، که افغانستان غواړي چې بېرته د ټیکاو او پرمختګ پېر ته وګرځي، له منځنۍ اسیا سره دې هر اړخیزه ځان ونښلوي.

سټار چې له نهمې تر دیارلسمې زېږدیزې پېړۍ پېر کې د منځنۍ اسیا د اقتصادي، علمي او کلتوري بریاوو په اړه څېړنې کړي، له يوې رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې ويلي چې د سرپرست حکومت له منځنۍ اسیا سره د اړیکو پراخولو ته لېوال دی او وار له مخه يې ټینګ او هیله‌ منوونکي ګامونه اوچت کړي دي.

نوموړي کابل ته د قزاقستان د لومړي وزير د مرستيال وروستي سفر ته په اشارې زياته کړې، چې د سرپرست حکومت له لوري له منځنۍ اسيا سره د اړيکو پراخولو وروستۍ هڅې‌ د افغانستان لپاره ډېرې ګټورې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version