له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون غړي انس حقاني د حماس د سیاسي دفتر مشر اسمعیل هنیه شهادت ستره ضایع بللې ده.

نوموړي پر خپلې اېکس‌پاڼه لیکلي، سره له دې چې د حماس د سیاسي دفتر مشر شهید اسماعیل هنیه شهادت یوه ستره ضایعه ده، خو د همداسې سترو انسانانو د وینو لیکې د ازادۍ لار ترسیموي.:«قرآنکریم شهادت «مرگ» نه، «حیات» یې بولي او د تاریخ حکم هم همدا دی. د همداسې عظیمو مبارزینو شهادت د ازادۍ زېري راوړي. شهید هنیه په زندان، تبعید، سختې مبارزې او د کورنیو د ډېرو غړو په شهادت د دین او ازادۍ مقابل کې خپل پور پرې کړ او دا یې په پوره درک او امانتدارۍ ادا کړ.»

نوموړي له فلسطیني ولس سره په دې سختو شېبو کې د غمرازۍ مراتب وړاندې کړي.:«د شهید هنیه مجاهدې او ویاړمنې کورنۍ ته، د شهید د مبارزې د صف ملگرو، او د فلسطین مجاهد ملت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو. په دې سختو شېبو کې د فلسطین مجاهدینو ته د صبر او بریا دعا کوو.»

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسمعیل هنیه نن سهار د ایران په پلازمېنه تهران کې د خپل یو ساتونکي سره شهیدا کړای شو.

د حماس د عامه اړیکو دفتر ویلي، د حماس غورځنگ مشر اسمعیل هنیه د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې له گډون وروسته په تهران کې په خپل استوگنځي کې د صهیونیستانو د خیانت په پایله کې شهید شو.

همدا شان د حماس غورځنگ د سیاسي دفتر غړي موسی ابو مرزوق هم نن سهار د شهید اسمعیل هنیه د شهادت په غبرگون کې وویل: « د امیر اسمعیل هنیه ترور یو بزدلانه عمل دی او بې ځوابه به پاتې نه‌شي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version