د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په تېرو دوو اوونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵) مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۳۲۷۱) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۹۵۲۳) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۸۷۰۱) ټنه انتقالات چې ټولټال (۱۵۱۴۹۵) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړینې اسانتیاوې چمتو کړي.

افغانستان اوسمهال د اوسپنې پټلۍ له لارې له ایران او ترکمنستان سره نښلول شوی او له دې لارو د افغانستان توکي د نړۍ گڼو بازارونو ته رسول کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version