په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله د هېواد د ډېری برېښناکوټونو کاسې له اوبو ډکې شوې دي او هیله شته چې څو کلنه وچکالي به پای ته ورسېږي.

د غزني په ده یک ولسوالي کې د گرمابه چکډیم کاسه چې پروسږکال د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري جوړ شوې وه، له اوبو څخه ډکه شوې او د نوموړي چکډیم د ساتنې او څارنې لپاره د غزني سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم له لوري د سیمې اوسېدونکو ته اړینې لارښوونې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړي چکډیم د غزني د ده یک ولسوالي په تاسن کلي کې تر ډېره د سېلابونو څخه مخنیوی کړی دی.

له تېرې اوونۍ راهیسې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې ورښتونه او واورې وشوې، چې له امله یې په گڼو سیمو کې سېلابونه هم راوتلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version