د راپورونو له مخې، ځينې لوړپوړو اوکرايني چارواکو رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي چې، د امریکا له خوا په اوکراين مرستې بندول ډېر بد خبر دی او له دې څخه داسې معلومیږي چې ټرمپ کییف د تسلیمۍ لور ته بیايي.
په داسې حال کې چې د اوکراین ولسمشر زيلېنسکي د نظامي او نغدي مرستو د راټولولو لپاره امريکا او اروپا ته لمن غوړولې، تازه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يوه فرمان کې له اوکراین سره هر ډول مرستې ځنډولي دي.