هندوکش‌غږ ته ځایي سرچینې، د بلوچستان ازادي غوښتونکي غورځنګ (BLA) وسله‌والو له تېرو دوو ساعتونو راهیسې د بلوچستان ایالت پر ډاډر-جهل‌مګسي سړک پراخه پلټنه پیل کړې.

سرچینه زیاتوي، د یاد غورځنګ وسله‌وال لوی او واړه موټر یو په یو ګوري او د خپلې موخې اړوند کسان (پاکستاني امنیتي ځواکونه او حکومتي کارکوونکي) لټوي.

سرچینه د بلوڅ ازادي غوښتونکو له خوا په دغو تازه عملیاتو کې د نیول شویو امنیتي کارکوونکو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version