هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په پلازمېنه نوي ډیلي کې د هندوستان-اسرائیل د ډرون پر تولیدي فابریکې د برید اوازې حقیقت نه‌لري.

په راپور کې راغلي، پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو د ډیلي د اُتام نګر سیمې د کبانو په یوه بازار کې د اورلګېدنې له پېښې سره تړاو لري.

تر دې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو دا ادعا په پراخه کچه خپره شوې وه چې ګواکې نوي ډیلي کې د هند او اسرائیلو د بې‌پیلوټه الوتکو د جوړولو پر ګډ مرکز برید شږی او شاوخوا ۵۰ تنه پکې وژل شوي دي

ځواب پریږدئ

Exit mobile version