د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند «رندهیر جېسوال» ویلي چې پاکستان له لسیزو راهیسې د ترهګرۍ د ملاتړ په تور پېژندل کېږي او له همدې امله د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې یې د ترهګرۍ تور پورې کول د باور وړ نه دي.
نوموړي دا څرګندونې نن پنجشنبه په یوې خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل چې د پاکستان پر ادعاوو باور نه شي کېدای، ځکه د ده په وینا، دغه هېواد د اوږدې مودې راهیسې د ترهګرو ډلو د ملاتړ سابقه لري.
جېسوال زیاته کړې، چې د پاکستان هر ډول کیسې او څرګندونې دا حقیقت نه شي بدلولای او نړیواله ټولنه نور په دې نه شي غولېدای چې ګواکې پاکستان د ترهګرۍ قرباني هېواد دی.
د هغه په وینا، د سیمې امنیتي ستونزې تر ډېره له هغو پالیسیو سره تړاو لري چې پاکستان یې له کلونو راهیسې تعقیبوي.
