د راپورونو له مخې بلوڅ وسله والې ډلې (براس) جنګياليو، د نومبر په دیارلسمه د بلوڅو شهیدانو ورځې په مناسبت پر پاکستاني عسکرو، پوځي تاسیساتو، د ګازو پایپ لاینونو، معدن وړونکو موټرو او د استخباراتي ادارو ځواکونو باندې ۴۵ بېلابېلو بریدونه ترسره کړي.

د خبرپاڼې پر بنسټ په يادو بريدونو کې د میجر حسیب په ګډون ۲۰ تنه پوځيان وژل شوي، ګڼ شمېر ټپیان شوي او درانه مالي زیانونه هم وراوښتي دي.

په وروستيو دوه اوونيو کې بلوڅ وسله والو تقريباً هره ورځ په پاکستاني پوځ خونړي بريدونه کړي چې په سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version