ستره محمکه وایي، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس مفتي عبیدالله خالد په هلو ځلو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ د قتل (۵۲) کلنه دښمني حل او فصل شوه.

د سترې محکمې په وینا، یاده موضوع (۵۲) کاله مخکې د ځاځي اریوب ولسوالۍ د علي خېلو په سیمه کې د دوو کورنيو ترمنځ پېښه او تر اوسه يې دښمني پاتې وه.

د معلوماتو له مخې یاده موضوع محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه، د محکمې مسؤولینو دواړه لوري سولې ته ترغیب او وهڅول، دوی سوله وکړه او د محکمې پر ابلاغ شوې پرېکړه یې قناعت وکړ. چې له امله یې د قتل یاده (۵۲) کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version