د معلوماتو له مخې بنو کې د پولیسو پر مرکز د پاکستان د تحریک طالبانو برید کړی او دا مهال د پولیسو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د پاکستاني رسنیو څخه په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي، چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۵ تنه مړه او ټپیان دي.

د پولیسو مرکز ته ورغلې لارې تړل شوي او ورسره په نږدې سیمو کې ډزې هم اورېدل کېږي؛ همدا راز په سیمه کې پوځي الوتکې هم لیدل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version