اتحاد المجاهدین پاکستان غورځنګ، په یوه انفوګرافیک کې د تېرو ۱۰ ورځو بریدونو معلومات نشر کړي.
د خپاره شوي انفو ګرافيک له مخې دغه غورځنګ تېرو ۱۰ ورځو کې له ۱۱۰ زیاتو پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې، ۷۷ یې وژلي او له ۳۳ زیات يې ټپيان کړي دي.
همداراز یې ۷ پوځي موټر، ۳ امنیتي کمرې، ۳ کواډ کاپټر ډرون او امنیتي تاسیسات هم لمنځه وړي دي.
