د بلوچستان ځایي رسنۍ وایي، د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان پوځي رژیم له لوري د عامو بلوڅانو د نیول کېدو او جبري ورکېدو پېښې زیاتې شوې دي.

سرچینې زیاتوي، چې په وروستیو ورځو کې د بلوچستان له پنجګور او جیوني سیمو څخه ۹ کسان نیول شوي او ورک کړل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان ټول مزدوران دي او د شپې په تپه تیاره کې له خپلو کورونو څخه په زور بیول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې بلوچستان کې د جبري ورکېدو پېښې له اوږدې مودې راهیسې دوام لري.

تر دې وړاندې په ورته پېښه کې د پاکستاني پولیسو له لوري د دغه هېواد کراچۍ کې هم د ښځو په ګډون نهه بلوڅان نیول شوي او ورک کړل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version