یوه سویسي سیلاني جوړه له خپل شخصي موټر سره د بېلابېلو ځایونو د لیدو لپاره د شېرخان بندر له لارې افغانستان ته راغلې ده.
دغه دوه سویسي وګړي خاوند او مېرمن چې، د ۶ زره کیلومټرو واټن له وهلو سره، له تاجکستانه د شېرخان بندر له لارې کندوز ته راغلي وايي له ډاډمن امنیت څخه په ګټې اخیستنې به د افغانستان له بېلابېلو برخو لیدنه وکړي.
د احصايې او معلوماتې ملي ادارې د شمېرو له مخې افغانستان ته تر بل هر وخت په لوړ شمېر بهرني سيلانيان رامات دي، چې عمده لامل یې د ډاډمن او سرتاسري امنيت شتون دی.