د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بندر عباس ښار په شهید رجایي بندر کې د تېرې ورځې پر چاودنې اندېښنه څرګنده کړې او د ایران له خلکو او دولت سره یې خواخوږي ښودلې ده.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان حکومت او ملت په دې سختو شېبو کې د ایران له ملت او حکومت سره ولاړ دي.

ایراني رسنیو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ په بندر عباس کې د چاودنې له امله تر دې مهاله ۱۸ کسان وژل شوي او تر ۷۵۰ ډېر ټپیان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version