Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»بهر مېشتې جبهې په ولس کې د اختلاف له ټکو ناوړه ګټه پورته کوي
    تورې څېرې

    بهر مېشتې جبهې په ولس کې د اختلاف له ټکو ناوړه ګټه پورته کوي

    صابر افغانصابر افغان31 جنوري 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پخواني حکومت مشرانو، چې اوس په بهر کې د بېلابیلو مخالفو جبهو مشران دي، په هېواد کې شته قومونه، اقلیتونه او نور په خپل منځي شخړو او دښمنیو ککړ کړي وو؛ د پرځېدلي جمهوریت په تېره شل کلنه دوره کې د متعصبو چارواکو تجارت پر همدې روان و، چې د ولسونو ترمنځ اختلافات پیدا کړي او خپلې ناوړه ګټې پکې خوندي کړي.

    د مخالفو جبهو مشران چې اوس مهال له هېواد بهر د خپلو بادارانو په غېږ کې شپې او ورځې سباکوي، هلته هم په ارام نه دي، بلکې له بېلابیلو شېوو څخه په استفاده په افغانستان کې د مېشتو ولسونو تر منځ د هر اړخیزو اختلافاتو رامنځته کولو ته لمن وهي او په هېواد کې د مېشتو پرګنو ترمنځ د نفرت او اختلاف تخم پاشي.

    د پخواني حکومت چارواکو پرله پسې څو لسیزې د ولسونو په منځ کې د اختلافاتو د ټوکولو په توسط هڅه کول خپلو ناوړه موخو ته ځان ورسوي، دوی همېشه اوبه خړې کړي او ماهیان پکې نیسي؛ یو خوا ولس ته ځان سپین ښيي او بل خوا بیا د همدې ولس په منځ کې شته اختلافاتو ته هوا ورکوي.

    د مخالفو جبهو مشران د خپلو ګټو لپاره د افغانانو ترمنځ شیطاني کړنې او اختلافات عاموي، ترڅو له دې لارې افغانستان د ګرم جنګ او د پردیو د لوبو ډګر وګرځوي، ځکه چې دوی د نورو له خوا رامنځ ته شوي او د پردیو ګټو د خوندیتوب لپاره ملاتړ ترې کېږي.

    بغاوتګرو په پرځېدلي جمهوریت کې هم د افغانانو ترمنځ، د اختلاف او کینې ناوړه پدیده دود کړې وه، خو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ سره ټول ژبني، سمتي، توکمیز او نور تعصبات او دښمنۍ مخ پر کمېدو دي او جرړې یې ایستل کېږي.

    مګر د بهر مېشتو جبهو مشران لا هم شپه او ورځ له هېواد بهر هڅه کوي، چې د ولسونو د اختلافاتو وچ شیریانونه یو ځل بیا را تازه کړي، له دې لارې افغانستان د بربادۍ لورې ته نږدې کړي او شخصي ګټې ترلاسه کړي.

    افغان مؤمن او مجاهد ولس باید د شر او فساد د لارویانو د دسیسو قرباني نه شي؛ یووالی رامنځته کړي او هغه اختلافاتو ته شا کړي، چې د ولس د ټوټه کېدلو لامل ګرځي او مخالفین خپلو شومو موخو ته پکې رسېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهمقاومت شوری د ملي مجمع ائتلاف د انحصار په لټه کې؛ دوی يو پر بل بې باوره دي!
    راتلونکي مقاله ۱۱۰ فلسطيني بنديان د اوربند د تړون په ترڅ کې خوشې او غزې ته ستانه شوي

    مربوطه لیکنې

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026

    د وحدت ګوند او مقاومت شوری سیاسي کمېټې مشر، محمد محقق: ګران ورور عاصم منير او ټول پاکستان ته د امريکا او ايران تر منځ د اوربند هڅو د بريا مبارکي وایم

    8 اپریل 2026

    د آی‌ایس‌آی دوه مهرې؛ د مسعود او کوفي د خوږوالي حقیقت

    6 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 12 مې 2026

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو نږدې ۱۳۰۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    ‏د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ (دوشنبه) له ایران…

    د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف: زموږ وسله ‌وال ځواکونه د هر ډول احتمالي برید د ځواب لپاره بشپړ چمتووالی لري

    12 مې 2026

    نريندرا مودي د مې‌ له ۱۵مې تر ۲۰ مې‌ پورې د پنځو هېوادونو سفر پيلوي

    12 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو نږدې ۱۳۰۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    12 مې 2026

    د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف: زموږ وسله ‌وال ځواکونه د هر ډول احتمالي برید د ځواب لپاره بشپړ چمتووالی لري

    12 مې 2026

    نريندرا مودي د مې‌ له ۱۵مې تر ۲۰ مې‌ پورې د پنځو هېوادونو سفر پيلوي

    12 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،098 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،201 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.