رويټرز خبري اژانس ليکي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پرون جمعه ويلي چې د ترکيې يو ديپلوماتيک پلاوی سوریې ته رسېدلی او په دمشق کې د ترکیې سفارت به له ديارلس کلن ځنډ وروسته د شنبې په ورځ بیرته خپل کار پیل کړي.
د راپور له مخې هاکان فيدان په یوه مرکه کې چې د NTV تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپره شوې ويلي: موږ غواړو چې له ترهګرۍ څخه پاکه سوریه وګورو.
راپور زياتوي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ويلي چې سوريه کې د امن او ثبات په راتلو به په ترکیه کې د سوریايي کډوالو د بیرته ستنیدونکو شمیر په تدریجي ډول ډېر شي.