د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په کابل کې یو شمېر ترکي شرکتونو لېوالتیا ښودلې، چې په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په برخه کې پانگونه کوي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اوبو او انرژۍ وزارت د پانگونې د جذب رئیس انجینر داد محمد زرمتي د شپږو ترکي شرکتونو له استازو سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ترکي شرکتو استازو له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید او په افغانستان کې د اوبو د مدیریت په پروژو کې د پانگونې لپاره لېوالتیا وښوده.: «اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانگونې لپاره زمینه چمتو ده او دغه وزارت هم د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانگه‌والو د پانگونې هر کلی کوي.»

په افغانستان کې د بشپړ امنیت له برکته د نړۍ گڼ شمېر هېوادونو شرکتونه لېواله دي، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانگونه وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، افغان حکومت باید بهرنیو پانگه‌والو ته بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي او اداري پروسیجرونه راکم کړي، څو گڼ بهرني او کورني پانگه‌وال راجذب شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version