د المان حکومت ایران ته د خپلو وګړو د سفر ممنوعیت تمدید کړ او په ایران کې له الماني وګړو یې وغوښتل چې له هغه هېواده ووځي.
د راپور لهمخې د المان د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون خبرداری ورکړ چې، په ایران کې مېشت الماني وګړي خپل ځانونه د ايران له لوري د برمته کېدو له ګواښ سره مخامخ کوي.
د لړم په اوومه نېټه په ایران کې د جمشید شارمهد په نوم د ایراني الاصله الماني وګړي له اعدام وروسته د المان حکومت پهدې هېواد کې د ایران درې واړه کونسلګرۍ بندې کړې.