پرځېدلی جمهوریت نه یواځې دا چې د اختلافاتو یوه ستره مجموعه وه، بلکې په لویه کچه د قدرت جزیرې هم پکې جوړي شوې وې او د حکومتولۍ له چارو څخه یې د ډلو – ټپلو جوړولو لپاره استفاده کوله.

د پرځېدلي جمهوري حکومت د مشر اشرف غني ورور حشمت غني تازه په یو ویډیويي کلیپ کې د جمهوریت د ځینو چارواکو په اړه څرګندونې کړې دي او د هغوی له بانډ او ډلبازۍ یې پرده پورته کړې ده.

حمد الله محب، محمود فضلي او شاکر کارګر تورنوي چې اشرف غني ته یې د هېواد د وضعیت په اړه هیڅ معلومات نه ورکول، بلکې له حامد کرزي او زلمي خلیلزاد سره په معاملو کې شریک وو؛ حشمت غني زیاته کړې چې د حکومت د پرځېدو لپاره د حمدالله محب په مشرۍ امنیت شوری سرحدي قوماندانونو ته ټلیفونونه کول، چې طالبانو ته تسلیم شي.

حشمت غني معصوم ستانګزی تورنوي چې غلاوي یې کړې دي؛ د هغه په ټکو “حتی دفاع وزارت کې یې څه وکړل؟ چې له ډاره پارلمان ته هم نه شو تللای.” یعنې دومره په فساد کې غرق وو، چې یوې بلې له فساد ډکې مرجع ته یې لا هم حسابي نه شوای ورکولای.

حشمت غني حامد کرزی هم له جمهوریت سره په خیانتونو او له جنګ سالارانو سره په لاس لرلو تورن کړی؛ د غني له خبرو داسې تحلیل کېږي چې کرزي د اشرف غني د پښو وهلو لپاره خاص بانډ جوړ کړی و او منظم کار یې ورته کاوه.

د پرځېدلي جمهوریت تر منځ پخواني اختلافات، د قدرت جزیرې، د واک سلبولو کړۍ او د فساد اصلي منابع بیرته د همدې جمهوریت د چارواکو او پلویانو له خولې را څرګندېږي، اختلافات او فساد دومره پړسېدلی وو، چې له دریو کلونو تېرېدو وروسته یې لا هم داستانونه او قضیې پټي پاتې دي او اوس یوه، یوه افشار کېږي.

اشرف غني چې ځان ته یې د اقتصادي متخصص او دوهم متفکر لقب ورکاوه، د پوځ سر اعلاء قومنداني یې هم پر غاړه لرله، هغه پر خپل ځان داسې کړۍ ور ټوله کړې وه، چې اوس یې تر منځ له اختلافاتو او فساد څخه د ورور په توسط پرده پورته کېږي او هڅه یې دا ده چې د بین الأفغاني مذاکراتو د ناکامۍ په شمول د جمهوریت په پرځېدو کې د ځان سپیناوی وکړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version