یاده سیالۍ چې څه موده وړاندې په پنجشېر کې د “۱۰۰۰” تنو زده کوونکو تر منځ دایره شوې وه، نن یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پایلې اعلان او ممتازو زده کوونکو ته د ازموینې د مسئولینو لهخوا ډالۍ ورکړل شوې.
یاده سیالي د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د لوړو زدهکړو وزارت په ګډو هڅو دایره شوې وه.
په دغه سیالۍ کې د لومړي مقام ګټونکي سمیعالحق ته یو کمپيوټر، د دویم مقام ګټونکي مشفق فراجي ته یو عدد ځیرک موبایل او د درېیم مقام ګټونکي هدایت الله فراجي ته یو الفجر ساعت د ډالۍ په توګه ورکړل شوه.
همداراز په دغه سیالۍ کې له څلورم مقام څخه تر لسم مقام ګټونکو ته یوه یوه جوړه جامې ورکړل شوې.
عام باور دا دی چې په ټولنه کې د ځوانانو د سالمې فکري روزنې لپاره دا ډول سیالۍ رغنده رول لوبولی شي.