شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، حماس غورځنګ غزه کې د اوربند په اړه د امریکا له لوري په شوي وړاندیز غور کوي.له بل لوري بيا حماس غورځنګ پرون چهارشنبه په يوه اعلاميه کې ویلي، چې دوی د یوه داسې اوربند غوښتونکي دي، چې له مخې یې جګړه پای ته ورسیږي او اشغالګر ځواکونه له غزې ووځي.ياده دې وي، چې حماس غورځنګ ته د اوربند وړانديز د قطر او مصر له لوري رسېدلی دی.د اسرائيلي رژيم او حماس غورځنګ ترمنځ د اوربند تړون څه نژدې والی داسې مهال کېږي چې صهيونيستانو په وروستيو څو ورځو کې پر غزه خپل بريدونه ډېر کړي او په ترڅ کې یې سلګونه عام وګړي شهيدان او ټپيان شوي دي.
د اسماعیل هنيه د شهادت لومړی تلين؛ حماس غورځنګ: لاره یې تعقيبوو او د ازاد فلسطين تر جوړېدو مبارزه کوو31 جولای 2025
د فلسطین پخوانی ولسمشر، نبیل عمرو: اسرائیلي پوځ د فلسطین پر لویدیځه غاړه مستقیم کنټرول لري30 جولای 2025