د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې ۹ ټنه بې کیفیته خوراکي او غیر خوارکي توکي سوځول شوي دي.

د مسوولینو په خبره د روان کال په تېرو څو میاشتو کې ۹ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل له هټیو او درملتونونو څخه راټول شوي وو، چې پرون د سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې وسوځول شول.

د خوست ولایت ځایي چارواکو له هټیوالو او د درملتونونو له خاوندانو څخه غوښتي، چې د بې کیفیته خوراکي توکو او درملو له پلورلو څخه ډډه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version