د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ويلي، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د اټکلیزې سر شمېرنې له مخې د افغانستان ټول نفوس ۳۴ عشاریه ۹ میلیونه ته رسېدلی دی.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسولینو ویلي، چې په دغه اټکلیزه سر شمېرنه کې د افغانستان د نفوس ۵۱ سلنه نارینه او ۴۹ سلنه یې ښځینه ښودل شوي ي.
د یادې ادارې ویاند له ملي راډیو تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هر اړخیزې سرشمېرنې د ترسره کولو په موخه یې وزیرانو شورا ته یوه طرحه وړاندې کړې ده، چې له مخې به یې د ټول هېواد په کچه سرشمېرنه ترسره او دقیق نفوس به وښودل شي.
د نوموړي په خبره د ټول هېواد د وګړو هر اړخیزه سرشمېرنه ډېرې بودیجې او لګښت ته اړتیا لري، چې د نړۍوالو بنسټونو همکاري هم په کې اړینه ده.