د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزير ملا خير الله خيرخواه د روسیې په سنټ پټرزبورګ کې یې د ازبکستان د کلتور له وزیر، ازاد بیک اف سره کتلي دي.
اعلاميه وايي په دغه کتنه کې د ګڼو دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او د ګرځندوی صنعت پر پراختیا هم خبرې شوې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبرپاڼه زياتوي چې ښاغلي خيرخواه وويل: افغانستان او ازبکستان مذهبي، تاريخي او کلتوري مشترکات لري، چې موږ لپاره د اهميت وړ دي، همدا راز يې د دواړو هيوادونو ترمينځ د توريزم صنعت په پراخولو ټينګار وکړ.
نوموړي همدا راز وېلي چې: افغانستان له څلوېښت کلنې جګړې وروسته اوس له ډاډمن امنيت څخه برخمن دی، چې د بهرنيو او کورنيو سيلانيانو لپاره د سياحت هر ډول زمينه برابره ده، په کابل او تاشکند کې به نندارتونونه جوړول د دواړو هيوادونو د کلتورونو پېژندنې لپاره ګټور تمام شي.
خبرپاڼه زياتوي چې اخوا د ازبکستان د کلتور وزیر هم د دوه اړخیزو اړیکو له پیاوړتیا خوښي څرګنده کړه او زیاته کړې یې ده، چې ګرځندوی صنعت یا توریزم د دواړو هېوادونو په اړیکو کې مهم رول لري.