Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»د اسرائيلو شاوخوا ۶۰۰ پخوانیو امنیتي او نظامي چارواکو، د غزې جګړې د درولو غوښتنه کړې
    منځنی ختیځ

    د اسرائيلو شاوخوا ۶۰۰ پخوانیو امنیتي او نظامي چارواکو، د غزې جګړې د درولو غوښتنه کړې

    صابر افغانصابر افغان4 اگست 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اسرائيلو د اورشليم پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې شاوخوا ۶۰۰ لوړپوړو چارواکو چې پخوا یې د اسرائیلو په پوځ، موساد، شاباک (داخلي امنيت) او نورو امنیتي ادارو کې دندې ترسره کړې وې، په یوه سرخلاصي لیک کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې پر بنیامین نتانیاهو فشار راولي، تر څو غزه کې روانه جګړه ژر تر ژره ودروي.

    سرچينه وايي، دغو چارواکو په خپل ليک کې ټینګار کړی، هغه نظامي بریدونه چې اسرائیلو پر غزه پیل کړي، نه یواځې دا چې د حکومت له‌ خوا اعلان شوي امنیتي اهداف یې نه دي ترلاسه کړي، بلکې د اسرائیلو نړیوال اعتبار ته یې جدي زیان رسولی او داخلي امنیت یې هم له خطر سره مخ کړی دی.

    معلومات وايي، په دغه لیک کې خبرداری ورکړل شوی چې د جګړې دوام د تلفاتو د زياتېدو، په ټولنه کې د درزونو ژورېدو او په نړیواله کچه د اسرائیل پر وړاندې د انزوا د زیاتېدو سبب شوی دی.

    دغو اسرائيلي چارواکو زياته کړې، حال دا چې د نتنياهو حکومت داسې هېڅ ډول سیاسي تګلاره نه لري، چې د دې جګړې پای ته رسېدل تضمین کړي.

    د ياد ليک لیکوالانو، چې زیاتره یې د استخباراتو، پوځ او پولیسو پخواني مشران دي زياته کړې:«د نتنیاهو د کابینې اوسنی دریځ چې یوازې پر پوځي حل تمرکز لري، نه‌ یواځې ناکامه تګلاره ده، بلکې له امله به یې نړیوال فشارونه زیات، سیمه نوره هم بې‌ثباته او افراطي حرکتونه به پیاوړي شي.»

    د ياد ليک په پای کې همدا راز له ډونالډ ټرمپ غوښتل شوي، چې له خپل نفوذ څخه په کار اخيستو تل‌ابیب دې دې ته اړ باسي چې جګړه بنده کړي او د سیاسي حل پر لور لاړ شي.

    مخکینۍ مقالهد فلسطین روغتیا وزارت: غزه کې د شهید شویو فلسطیني ماشومانو شمېر تر ۱۸ زره تنو واوښت
    راتلونکي مقاله د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د یونیسف له استازو سره پر بشري او ټولنیزو موضوعاتو خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    اماراتو د دې هېواد له لارې د ایران کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو راپورونه رد کړل

    13 جون 2026

    د يمن د وسلو په يوه ډيپو‌ کې د چاودنې له امله ۱۲ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي

    12 جون 2026

    احمد الشرع راتلونکې يکشنبه د ډونالډ ټرمپ په رسمي بلنه امريکا ته په سفر ځي

    12 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 13 جون 2026

    د اوکراین دولتي پورونه له ۹۸ میلیارده ډالرو څخه ۲۰۹ میلیارده ډالرو ته لوړ شوي

    د اوکراین د ماليې وزارت ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې د دغه…

    ‏د معیار او کیفیت ادارې هېواد ته د بې‌کیفیته ودانیزو توکو د واردېدو مخنیوی کړی

    13 جون 2026

    د مشرتابه په مشرۍ د وزيرانو شورا غونډه کې د هېواد د تعليمي، اقتصادي او سياسي چارو پر پياوړتيا خبرې شوي

    13 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اوکراین دولتي پورونه له ۹۸ میلیارده ډالرو څخه ۲۰۹ میلیارده ډالرو ته لوړ شوي

    13 جون 2026

    ‏د معیار او کیفیت ادارې هېواد ته د بې‌کیفیته ودانیزو توکو د واردېدو مخنیوی کړی

    13 جون 2026

    د مشرتابه په مشرۍ د وزيرانو شورا غونډه کې د هېواد د تعليمي، اقتصادي او سياسي چارو پر پياوړتيا خبرې شوي

    13 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،104 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،210 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.