د راپورونو له مخې د صهیونیستي رژیم په زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه فلسطیني وګړي بندیان دي چې د شمېر په اړه یې لا هم صهیونیستي رژیم کره معلومات نه‌دي وړاندي کړي.

د شته معلوماتو له مخې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په پیل کې د صهیونیستي رژیم په زندانونو کې د فلسطيني بنديانو ټول شمير له ۱۰۴۰۰ څخه زیات وو. چې پکې
د غزې د څلورو مشهورو ښځینه بندیانو په ګډون ۸۷ تنه ښځینه بندياني او ۳۲۰ تنه ماشومان هم شامل وو.

د معلوماتو له مخې د صهیونیستي رژیم له خوا له محاکمې یا تور پرته هم ځیني کسان بندیان شوي چې په دغو کې د ۹۵ ماشومانو او ۲۲ ښځینه‌وو په کډون ۳۳۷۵ فلسطينيان شامل دي.

په ورته وخت کې هغه فلسطینیان چې د صهیونیستي رژیم له خوا د ناقانونه جنګیالیو په نوم نيول شوي د هغوی شمير ۱۸۸۶ کسانو ته رسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version