طبیعي پیښو ته د رسیدنې او اطفایې عمومي ریاست وایي چې په تیر یوه کال کې یې په ټول هېواد کې ۱۳۰۰ پېښو ته رسېدنه کړې ده.
د دغه ریاست عمومي رییس زیاتوي چې پېښو ته د رسېدنې او اطفایې په برخه کې له ۲۵۰۰ ډیر پرسونل لري او ډاډ ورکوي چې په هېواد کې ټولو پېښو ته به پر خپل وخت رسېدنه وکړي.
پېښو ته د رسېدو او اطفایې ریاست همداراز وايي، په پلازمېنه او ولایتونو کې پېښو ته د رسېدو لپاره د تجهیزاتو او مسلکي کارکوونکو په شمېر کې ډېروالی راغلی، او هڅه کوي چې پېښو ته پر وخت او موثره رسېدنه وکړي.
له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي پېښو ته د رسېدو او اطفایې رياست له پر وخت عکس العمل خوښ دي، او زياتوي چې دې برخې ته دې لا ډېره پاملرنه وشي.