د اقتصاد وزارت وياند ویلي، چې په تېر یوه کال کې د افغانستان ناخالص تولید دوه اعشاریه اوه سلنه زیات شوی دی.
د اقتصاد وزارت د وياند په خبره د صادراتو پراختیا، د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ثبات، د اسعارو د قاچاق مخنیوی، د لومړنیو موادو د بیې راټېټېدل، د لویو لارو بیارغونه، د ملي پروژو پلي کېدل او په بېلابېلو سکتورونو کې تشبثات د ناخالص کورني تولید په زياتوالي کې مهم رول لوبولی دی.
بلخوا بيا د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د ناخالص کورني تولید د زیاتېدو لپاره د تولیدي سکتورونو پر ملاتړ ټینګار کوي او له اسلامي امارت غواړي چې د صادراتو د لا زياتوالي په فرصتونو او لارو چارو په رامنځته کولو غور وکړي.
ياده دې وي چې په کور دننه او باندې د صادارتو د ډېروالي لامل په وروستيو کلونو کې د اوبو د مهار، کورنيو او بهرنيو سوداګرو ته د فرصتونو رامنځته کول، له ګاونډيو هېوادونو سره پراخې تجارتي اړيکې او داسې نور ګڼل کېږي.