د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د نيويارک ټايمز رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د بایډن د بهرني سیاست مهمه لاسته راوړنه بولي او وایي، چې واشنګټن له افغانستانه مهم درسونه ترلاسه کړي دي.
بلېنکن له نیویارک ټایمز سره مرکه کې ویلي، د افغانستان له شل کلنې جګړې څخه د وتلو اسانه لار نه وه، او په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدمهاله جګړې د پای ته رسولو لپاره بښنه نه غواړو.
نيويارک ټايمز سره په مرکه کې بلېنکن دغه راز ویلي، چې د امریکا ولسمشر بایډن د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسولې ده.
بلېنکن دغه راز زياته کړې، اوس مونږ بل نسل نه لرو چې په افغانستان کې وجنګېږي او مړه شي او دا په خپل ذات کې یوه لاسته راوړنه ده او وايي«مونږ له افغانستان څخه درس اخیستی دی».
د نوموړي په وینا، د افغانستان تجربې د امریکا له حکومت سره مرسته وکړه، چې د سوریې، لبنان او اسرائیل د ناورینونو پروړاندې متفاوت عمل وکړي.