د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کتنه کې ویلي چې، د ټاپي پروژې نقشه وروستۍ شوې او ژر به له ترکمنستان سره شریکه شي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د لیدنې په پای کې د دغې پروژې د چارو د لا زیاتې چټکتیا په موخه د دواړو لورو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ پر لیکه باندې د غونډو په ترسره کولو باندې ټینګار شوی.

د یادونې وړ ده چې، ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالوي چې، افغانستان به ترې په کلني ډول ۴۰۰ میلیونه ډالر د ټرانزیټ حق او ډېره اندازه ګاز ترلاسه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version