‏د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، نن له سهار راهیسې د غزې تړانګې پر شمالي او سویلي سیمو د صهیونیستي رژیم پرله‌پسې بمباریو په پایله کې ۷۱ تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.

راپورونه وایي، لاهم پر دغو سیمو د صهیونیستي اسرائیلو هوایي بریدونه دوام لري.

د یادونې وړ ده چې، صهیونیستي اسرائیلو له تېرې سه شنبې ورځې راهیسې پر غزې تړانګې سختې بمبارۍ پيل کړې، چې په پایله کې یې تر دې مهاله څه باندې ۱۰۰۰ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version