شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ايران مذهبي مشر علي خامنه ای پر دغه هېواد د اسرائيلو له ننيو پراخو بريدونو وروسته په توندو څرګندونو کې اسرائیلو ته ګوتڅنډنه کړې چې د سخت غچ اخيستو او سزا انتظار وباسي.خامنه ای ويلي «د دښمن په بريدونو کې يو شمېر مشران او عالمان شهيدان شوي، د دوی ځای ناستي او همکاران به سمدلاسه خپلې دندې پيل کړي او صهیونیستي رژیم په دې کار سره د خپل ځان لپاره يو تريخ او دردناک برخليک وټاکه، چې ډېر ژر به ورسره مخ شي».ياده دې وي، چې پر ايران د اسرائيلو بريد کې لوړپوړي ايراني چارواکي وژل شوي دي.
د ايران امنيت وزارت وایي د امريکا په لاس جوړه شوې د حاکم نظام نسکورولو پراخه توطيه یې شنډه کړې29 جولای 2025