فاکس‌ نیوز امریکایي خبري شبکې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، ښایي پر ایران د صهیونیستي اسرائیلو پیل شوي بریدونه څو ورځې دوام وکړي.

ایراني رسنۍ راپور ورکوي، چې پر دغه هېواد بریدونه لا هم دوام لري او د هوایي دفاع سېستمونه په شدت فعالیت کوي.

له بل لوري د آمریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ پر ایران د صهیونیستي اسرائیلو بریدونو ته په لومړني غبرګون کې یو وار بیا ټینګار کړی چې ایران به اټومي وسلو ته ونه رسي او په وینا یې، دی هیله‌مند دی چې ایران به بېرته د خبرو اترو مېز ته راستون شي.

د یادونې وړ ده، چې پر ایران د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې تر دې مهاله یواځې د پوځي او اټومي تاسیساتو هدف ګرځېدل تائید شوي دي.

هېره دې نه وي، چې د ایران پوځ په خپل لومړني غبرګون کې له خلکو د آرامۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې پوځي مرکزونو ته دې نه نږدې کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version