لیکوال: سلمان باور
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
د شوروي تاړاک له ماتې وروسته په افغانستان کې د واحد قیادت پر ځای متأسفانه تنظیمي جګړې پیل شوې، چې وروسته یادې جګړې په پاټکسالارۍ او قومپرستۍ واوښتې، چې له امله یې افغاني جغرافیه سره تبۍ وګرځېده او د ژوند کولو مجال پکې له منځه لاړ.
د شر او فساد لارویانو وطن تجزیه، کابل یې لوټې-لوټې او برباد کړ، په شمال کې یې ځانته سیمه جوړه کړه او جګړه یې د کابل په شمول پښتون مېشتو سیمو ته وغځوله، په دې جګړه کې د شر او فساد بچیانو داسې وحشتونه او ظلمونه وکړل، چې تاریخ لیکونکي یې په لیکلو کې زړه نا زړه وو/دي.
دوی(د شر او فساد لارویانو) د ژوندیو انسانانو په سرونو میخونه ټک وهل، په کانټنرونو کې یې ساه ګانې وربندې کړې او ژوندي یې تر خاورو لاندې کړل، له مېرمنو یې سینې غوڅې کړې او په افغانانو یې د رقص مرده تجربې ترسره کړې.
له دې وروسته یې امریکا راوسته او په صف کې یې د یو څو ډالرو لپاره ودرېدل او د خپل افغان ورور په مقابل کې یې سخته ناروا جګړه پیل کړه او یادې جګړې ته یې عجیب او غریب دلایل پیدا کړل.
دوی امریکا د یو څو ډالرو په بدل کې وطن ته راوسته چې صفونه یې د خپلو ملېشو پر مټ ور قوي کړل، امریکا او اشرباڼي یې دلته کور په کور وګرځول؛ ودونه یې بمبارد کړل، مدرسې یې لولپه کړې، د شپې د پټیو دهقانان یې په مرمیو سوري، سوري کړل او…
یو امریکایي لیکوال لیکي:”کله چې مونږ پنجشیر ته په یو سفر راغلو، احمدشاه مسعود له مونږ لرې لاړ، زمونږ قوماندان ماته د پیسو د بیک د ور وړلو اشاره وکړه، کله چې مې بیک ورکړ، هغه سملاسي خلاص کړ؛ د احمدشاه مسعود چې په پیسو سترګې ولګیدلې دومره نرم او زمونږ خوا ته په منډه راغی، ګمان مو کولو چې مونږ له نوموړي سره کلونه-کلونه وخت په یوځای کې تېر کړی دی؛ مونږ همالته درک کړه، چې دا خلک له هغې هم ارزانه اخیستل کېږي، څومره چې مونږ فکر کړی”.
د شر او فساد ډلې د امریکایي اشر سره یوځای د وطن په نړولو پسې مټې را بډ وهلې او یو خپلواک، ازاد او غښتلی هېواد یې د امریکا پښو ته وغورځاوه.
امریکا چې دلته یې لسګونه ګټې خوندي وې، د ترلاسه کولو لپاره یې بې رحمه وژنې، منفي تبلیغات، قیمتي ډبرې او د هلمند لېتیم غلا کړل او د مجاهدینو له سخت مقاومت وروسته تېښتې ته اړ او وشړل شول.
امریکا د شر او فساد پر مټ خپل سیاست په اسیا کې د افغانستان څخه کنټرلولو چې د دې کار درنه بیه د افغانستان ولس پرې کړه، شریر او فسادیانو خو بیرته د خپل بادار او ډالرو سره یو ځای له هېواده پښې سپکې کړې.
سره له دې ټولو ناځوانیو، وحشتونو او بربریتونو فسادیان ځان د وطن اصل وارثین بلي او هغه خیانتونه او ظلمونه چې یې کړي ټول له یوې مخې په ډېره سپین سترګۍ هېروي.
هماغه د پرون شریران او اجیران د شر او فساد ملېشې نن هم د غرب له بطن د وطن د بربادۍ نغارې ډنګوي، د وطن ارامه او پر سکونه فضاء یو ځل بیا د ناامنۍ په کریغو او د بمونو په ګردونو ګردجنه غواړي.
امرالله صالح قومونو ته د ټوپک پورته کولو پیغورنه ورکوي، حال دا چې یاد قومونه همده په خپله کړولي او نسل وژنه یې کوي، احمد مسعود صهیونیستي رېژیم ته زارۍ کوي، دوستم کنځلې کوي، عطاء ځان امپراطور ګڼي.
خو سره له دې ټولو دعوو دوی د انسجام پر ځای په یو او بل باندې ملنډې وهي، همدا ځای دا روښانوي چې د واک نشه سړی هرې بېغیرتۍ او سودا ته مجبوروي، چې مونږ یې نن سبا ښکاره نمونې وینو.