بغاوتګرو ځینو مشرانو او اړوندانو په دې وروستیو کې دا ومنله چې دد ې جبهې په نامه عملاً هیڅ نشته بس یواځې نوم یې دی چې په رسنیو کې اوریدل کېږي.

هندوکش‌غږ څه موده وړاندې د دې جبهې د یو قومندان(ګل حیدر) غږیز کلیپ ترلاسه کړ او نشر یې کړ؛ په هغه کلیپ کې ګل حیدر وویل چې امرالله صالح او احمد مسعود د جبهې پیسې غلا کړي.

قومندان ګل حیدر دا هم ویلي وو: چې د جبهې په نامه په عملي ساحه کې هیڅ هم نشته، د جبهې د چندې پیسې هم امرالله صالح او احمد مسعود په خارج کې په کورونو او موټرونو بندې کړي او ګټې پرې کوي.

نوموړي وویل چې د بغاوت د جبهې مشران غواړي چې مونږ خپل ځانونه او بچي د دوی لپاره د مرګ خولې ته ورکړو، دوی غواړي موږ په وچه خیټه د هندوکش په غرونو کې په رسوایۍ مړه شو.

قومندان ګل حیدر ددې جبهې یو باغي قومندان عبدالرحمن د بېلګې په توګه یادوي چې زوی یې محمد زمان د ده په غېږ کې ساه ورکړه.

د بغاوت غړو دا دومره جنګ ته تشویق کړ چې د رُستم مقاومت لقب یې ورکړ خو عبدالرحمن په دې لقب او تشویق نه و خوښ هغه پوه شوی و چې دده ژوند او زوی د امرالله خان قرباني دی خو اوبه له ورخه تېرې وې.

د بغاوت جبهه هغه وخت ختمه شوه کله چې پکې جمعيتوب معیار شو، بیا په جمعیت کې د پنجشیر خبره مطرح شوه، هماغه و چې عطا نور ترې لاره جلا کړه؛ اسماعیل خان د پنجشیر رهبرۍ ونه منله، دوستم د احمد ماشوم مشرۍ ته غاړه کېنښوده.

اوس تازه امرالله صالح، تاجکستان کې د تېر پرځېدلي جمهوريت سفیر ظاهر اغبر، ایوب سالنګي او بهاوالدین جیلاني د بغاوت د جبهې په بدیل کار روان کړی.

خو که په هر نامه د طالبانو په ضد جریانونه رامنځ ته کېږي هغه به د وښو د اور په څېر ډېر ژر ختمېږي.

د ترکیې له کنفرانسونو واخله د تاجکستان تر تالارونو، د ایران تر ښارونو او د اروپا تر بازارونو چې څومره د طالبانو ضد حرکتونه ایجاد شول یو پر بل پسې لاړل او بې نتیجې پای ته ورسېدل.

تېره ورځ د دوی تر ټولو لویه دسیسه هم شنډه شوه چې دوی غوښتل د افغانستان په تړاو حضوري او انلاین غونډه وکړي، امریکایي او پخوانیو چارواکو په کې ګډون کړی وو خو یاده غونډه بې نتیجې ختمه شوه.

د بغاوت په نامه شریره پدیده ختمه بولئ ان‌شاءالله؛ افغانستان د شر او فساد له ناکاره ډلو بشپړ په پاکېدو دی.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version