د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره هجه لحبیب په غزه کې د تابعین ښوونځي باندې د اسرائیلو قتل عام غندلی دی.

نوموړې ویلي، په لمونځ کوونکو بمبار او د هغوی قتل عام د نړیوال قانون خلاف کړنې دي. هغې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په غزه کې دې سملاسي جگړه بنده شي.

له تېر اکتوبر راهیسې د اسرائیلو له لوري پر غزې بمباري روانه ده، چې تر دې مهاله زرگونه تنه شهیدان شوي او سلگونه زره تنه ټپیان شوي دي.

پرون د صهیونیستي عسکرو له لوري د غزې په مرکزي سیمه حی‌الدرج کې پر یو ښوونځي هوايي برید کې تر سلو ډېر فلسطینان شهیدان شوي اوو سلگونه نور ټپیان شوي وو.

اسرائیلو د التابعین په نامه په هغه ښوونځي بمبار کړی و، چې جگړه‌ځپلي کډوال پکې مېشت وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version