میر افغان د عبدالحلیم زوی د عمر لمسی چې اصلاً د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ پنج پای اړوند دیګانو د کلي اوسېدونکی دی، د مصر الازهر پوهنتون څخه فارغ او بیا يې ځان ته په خپله د محمد قاسم نوم غوره کړی، د پلرني نسب په خاطر یې حلیمي وروستاړی هم ور اضافه کړ او بیا د محمد قاسم حلیمي په نوم مشهور شو. دلته د میر افغان/قاسم حلیمي نا ویلي حقائق واورئ او د ټولو څرګندونو خلاف یې اصل څهره وپېژنئ.
له مصر تر افغانستانه:
حلیمي د مصر له الازهر جامعې فارغ شو، له فراغت وروسته یې د تېر اسلامي امارت په دوره کې د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو په برخه کې کار وکړ او بیا په مزار شریف کې د استازي په توګه وټاکل شو.
خو د امریکايي یرغل له راتګ سره، حلیمي د اسلامي امارت له څنګ څخه ګوښه او نور په دې لټه کې شو چې څنګه او ژر ممکنه ده، تر څو خپله څهره بدله کړي. هغه و چې ډاکټر عبدالله عبدالله ته ورسېد او د اسلامي امارت د مهمو رازونو په افشا کولو کې یې برخه واخیسته.
د ملي امنیت په دام کې:
هغه مهال چې افغانستان تازه د امریکايي اشغالګرو په پنجو کې ګیر او د کابل بلواکې ادارې په نامه سمبولیک تشکیلاتي جوړښت د تظاهر په حال کې و. ملي امنیت ادارې (پنجشیریانو) هغه اجازه لیک وموند چې د احمدشاه مسعود قاتلینو/وژونکو ته د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوی و. په دې سند کې د حلیمي لاسلیک موجود و. که څه هم په دې برید هغه رښتيا هیڅ اګاهي نه درلوده او نه هم وزارت په دې راز خبر و؛ خو ملي امنیت هغه د بګرام زندان ته ولېږداوه.
په بګرام کې ځانګړی ژوند:
په بګرام زندان کې حلیمي د یوه ځانګړي بندیوان تر پوښ او نامه لاندې ژوند کاوه. هغه د امریکایانو لپاره د بندیانو خبرې ژباړلې او د هغوی په تحقیقاتو کې یې مرسته کوله، د “فایز الکندري” په نوم یوه کویټي مجاهد ویلي چې حلیمي له امریکایانو سره دومره نږدې و، چې داسې پوښتنې یې کولې لکه د مصر استخباراتو چې له بندیانو کولې.
د جاسوسۍ تورونه:
د هغه په اړه داسې هم ویل کېږي چې نوموړي د مصر د استخباراتو لپاره کار کاوه. ځینو مصري مجاهدینو ویلي چې هغه د مصر د بهرنیو چارو وزیر عمرو موسی سره نږدې اړیکې لرلې او د هغوی لپاره یې معلومات راټولول.
د ځان سپینولو هڅې:
کله چی له بګرام زندان څخه راخلاص شو، په پیښور کې له عبدالرحمن زاهد سره څه وخت و، زاهد د اسلامي امارت پر مهال د بهرنیو چارو وزارت معین او د حلیمی وطندار و. کله چې یې ځان ته مناسب ځای پیدا نه کړ، بېرته افغانستان ته راستون شو، هماغه و چی نور دی هم په ځان پوه شو چې هلته یې کار پر مخ نه ځي. یعنې اساساً حلیمی پېښور ته د جاسوس په توګه تللی و، نه د طالب او مجاهد په حیث. حلیمي چې کله له پېښوره کابل ته راغی د ده خُسر چې یو تکړه او پیژندل شوی مجاهد دی اوښکې یې تویولې او ژړل به یې چې دا سړی خو مرتد شوی او زما د لور برخلیک به څه وي.
هغه د ټویټر په یوه سپیس کې ځان د امریکایي اشغال پر خلاف د اسلامي امارت د جهادي مبارزې لومړی ویاند معرفي کړ، حال دا چې دا د مولوي قدرت الله جمال کوم چې اوس تازه د اطلاعاتو او فرهنګ معین ټاکل شوی دنده وه او د حامد اغا په نامه یې مخته وړله.
یو تور تاریخ:
د حلیمي کیسه د هغه د منافقت او بدلونونو یوه بېلګه ده. هره هڅه یې یواځې د ماضي د پټولو لپاره ده، خو حقیقتونه په تاریخ کې ورک کېدلای نه شي. د جاسوسۍ تورونه، د امریکایانو نږدې اړیکې او د ځان سپینولو ناکامې هڅې هغه ته د داسې یوې څهرې بڼه ورکوي چې تل به د منافقت او رذالت په دې ټولۍ کې پاتې وي.