د افغانستان د سرپرست حکومت ډېره برخه مخالفین د نسکور شوي جمهوریت پخواني نظامیان دي؛ هماغه کسان چې د سرپرست حکومت له حاکمیت سره یې واک، ځواک، امتیازات او د فساد زمینه له لاسه ورکړه.

دا چې د سرپرست حکومت ډېری مخالفین هماغه پخواني چارواکي دي، دا مانا لري چې د دوی مخالفت د هېواد د سوکالۍ لپاره نه، بلکې د شخصي امتیازاتو د بېرته ترلاسه کولو لپاره دی. وطن آزاد دی، هېواد اباد او ملت هم خوشحال دی، نو بیا دوی د څه لپاره جګړه کوي!؟

په افغانستان کې د نظام له بدلون سره، د جمهوریت ډېری چارواکي له هېواده وتښتېدل او د غربیانو تر سیوري لاندې یې په اروپا او امریکا کې پناه واخیسته، هماغه غربیان چې دوی د اشغال پر مهال د وطن د خرڅلاو، د مجاهدینو د نیولو او د بیلابېلو سیمو په ور ښوودلو کې مرسته ورسره کول.

افغانستان د امریکا کوم ایالت نه و، بلکې د جمهوریت ځواکونه وو چې له اشغالګرو سره په لارو ورښودلو یې، د سیمو او خلکو په نیولو کې مرسته ورسره کول.

د اشغالګرو غربیانو غلامي او بیا له تېښتې وروسته د هغوی لمن ته پناه وړلو، دا پایله درلوده چې د حکومت یو شمېر مخالفین له اسلام څخه واوښتل او مسیحیت ته یې مخه کړه. سړیو یې له اسلامي ارزښتونو او ښځو یې له حجاب او اسلامي عفت څخه واټن واخیست.

د هندوکش غږ په شمول ځینو رسنیو ته رسېدلي خبرونه وایي، چې د سرپرست حکومت ډېری مخالفین د دې لپاره چې د لوېدیځو هېوادونو تابعیت واخلي او د خپلو بادارانو ملاتړ ترلاسه کړي، مسیحیت ته داخل او له اسلام څخه تېر شوي دي، په داسې حال کې چې بیا هم د حکومت پر ضد خپل مخالفت ته د جهاد(!) نوم ورکوي!

هغه افراد چې اسلام د دنیاوي ګټو لپاره پلوري او د دښمنانو د ملاتړ لپاره خپل دین بدلوي، ایا په بهر کې د افغانستان د مسلمان ولس استازیتوب کولی شي!؟ دا حقایق ښیي چې له سرپرست حکومت سره د دوی مخالفت د وطن د خیر لپاره نه، بلکې د شخصي ګټو لپاره دی.

ډېره برخه هغه افراد چې په افغانستان کې بیا د جګړې اور بلول غواړي، هماغه بدنامې څېرې دي چې نه یې د هېواد د سمبالولو وړتیا لرل او نه یې د استکبار پر وړاندې د هېواد د دفاع جرئت درلود. اوس چې طالبانو د امریکا د شړلو ویاړ ترلاسه کړی، دوی له غوسې سوځي او پرته له دسیسو جوړولو، آرام نه پاتې کېږي.

هغه مخالفین چې د امریکا له ډوډۍ تغذیه شوي وو، اوس یې د هغوی دین او فکري تګلاره هم منلې ده او له هماغه اخور مړېږي. له دغسې خلکو څخه د وطن د آبادۍ او ارزښتونو د ساتلو تمه کول لویه ساده‌ ګي او ډېر کوچنی فکر دی. که دوی بیا هم واک ته ورسېږي، افغانستان به د تېر په څېر یو ځل بیا نړۍوالو ته بد معرفي کړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version