شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د جمهوريت پر مهال د چارو ادارې رئیس فضل فضلي په يوه سپېس کې ويلي، چې د پاکستان او «طالبانو» ترمنځ روان کړکېچ یواځې ننداره ده او «طالب» پلوي ورته ولسي رنګ ورکوي.فضلي زياتوي «په افغانستان کې حاکم نظام دا ننداره د ځان په ګټه استفاده کوي او غواړي ولسي رنګ ورکړي او وطن پالنه ثابته کړي.»نوموړي چې د سپېس ګډونوال یې هدف و زياته کړې، چې د تبليغاتو تر تاثیر لاندې بايد رانشي او په خبره یې دريځونه متزلزل نه کړي.فضلي په داسې حال کې پاکستاني رژيم سره وروستۍ جګړې ته د ډرامې او لوبې نوم ورکوي، چې پکې لسګونه پاکستاني عسکر هلاک شول، پوستې یې ونيول شوې او د افغان حکومت ګڼو مخالفينو په دې جګړه کې خپل ملاتړ اعلان کړ.
له پاکستاني پوځي رژیم سره همغږی نظر؛ نور الرحمن اخلاقي وايي، د پاکستان – افغانستان تر منځ ستونزې ناعلاجه دي8 نوومبر 2025