د باختر خبري اژانس د راپور لهمخې، د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق د ترکیې له سفیر جنک اونال سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی او د روغتیا، ښوونې، کانونو د استخراج او بیارغونې په برخو کې د ترکیې د پراخو مرستو یادونه شوې.
د معلوماتو لهمخې د ترکیې سفیر د دوو نویو ښوونځیو د جوړولو ژمنه کړې او د همکاریو د دوام ډاډ یې ورکړی دی. دغې کتنه کې د ګډو همکاریو د پراختیا پر اهمیت او د افغانانو د ژوند د ښه کولو پر هڅو هم خبرې شوې دي.