د اسرائیلو ۱۴ چینل خبر ورکړی چې، د لبنان حزب الله غورځنګ وسله‌والو د لومړي ځل لپاره د لبنان له بېلابېلو برخو د یکشنبې په ورځ پر اسرائیلو له ۲۵۰ څخه زیات توغندي توغولي دي.

په دغو توغندیزو بریدونو کې نتنیا ته نژدې د بیتلایډ پوځي مرکز په ګډون د تل‌ابیب په مرکزي سیمو کې مهم پوځي مرکزونه په نښه شوي چې له امله يې درنې چاودنې او اورلګېدنې هم رامنځته شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په دغو توغندیزو بریدونو کې په رسمي ډول د لسو کسانو ټپي کېدل تائید شوي، خو اورلګېدنو او ویجاړیو ته په کتو تر دې د ډېرې مرګ ژوبلې اټکل کېدی شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version