د جهادي ارزښتونو او تاریخ د ژوندي ساتلو په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اډانه کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست جوړ شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي چې د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رياست چارواکو د اطلاعاتو او کلتور د سرپرست وزیر ملا خير الله خيرخواه په مشرۍ د دې وزارت د يو شمېر نورو مسوولينو په شتون کې لومړنۍ ناسته وکړه.

خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي خيرخواه په دغه ناسته کې وویل چې یاد ریاست به درې مهم فعالیتونه تر سره کوي، چې له سمعي او بصري، جهادي موزیم او مستند تاریخ څخه عبارت دي.

د نوموړي په وینا د دغه عمومي ریاست د جهادي موزیم برخه به د انګرېزانو، پخواني شوروي اتحاد او امریکا پر وړاندې د جهاد په ډګر کې پاتې شوي اثار راټول او یوځای کړي.

همدا راز ښاغلي خيرخواه د جهادي ارزښتونو د ساتنې رياست مسوولينو ته ډاډ ورکړی، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت به خپل ټول امکانات په کار واچوي، څو دغه ریاست ټاکل شویو موخو ته په ښه ډول ورسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version