Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د دوحې ناسته او د خوشبینیو غبرګونونه.
    افغانستان

    د دوحې ناسته او د خوشبینیو غبرګونونه.

    عمران آغاعمران آغا24 جون 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: ارغوان وطنیار

    دا چې د قطر په پلازمینې دوحه کې د افغانستان په تړاو د جون د میاشتې پر دېرشمه نېټه درېیمه دوه ورځنۍ ناستې لپاره تابیا نیول شوې ټولو اړخونو ورته مثبت غبرګونونه ښودلي.

    تازه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سنبال چاري ښاغلي امیرخان متقي ویلي: (موږ د دې ناستې هرکلی کوو او په دې ناسته کې موږ ته رسمي بلنه راکړل شوې، له دې معلومېږي چې نړۍ د طالبانو حقانیت درک کړی، موږ هم له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړو، ان موږ د امریکا او اروپا سره نږدې او دوستانه اړیکې غواړو).

    همدا ډول د هزاره قومونو سیاسي مشر محمد محقق ویلي چې: د کورنیو چارو وزیر خلیفه صاحب سراج الدین حقاني د سولې سړی دی، افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ښه نیت او راسخه اراده لري.

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن روزا اوتنبایو هم د دوحې درېيمې ناستې لپاره د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په اجنډا کار کوي او نوموړې وايي چې په داسې اجنډا کار کوو چې افغانستان کې ټول اړخونه ورسره مخالفت ونه ښیي او ټولو ته د منلو وړ وي.

    دا چې د سیمې هېوادونو د دوحې له ناستې ملاتړ کړی او په کور دننه د اسلامي امارت د مسئولینو او د اسلامي امارت سیاسي مخالفینو ټولو د دوحې له درېیمې ناستې هرکلی کړی او ملاتړ یې ترې اعلان کړی؛ ټولو د دوحې ناسته د افغانستان د سولې او ثبات لپاره اړینه او مهمه بللې.

    د ټولو اړخونو لخوا د دې ناستې لپاره شین څراغ ښودل یو مثبت تغیر دی او په دې برخه کې ډېر کرېډېټ د اسلامي امارت باتدبیره مشرانو ته ورکول کېږي.

    تاسو د امیرالمومنین په اختریز پیغام کې واورېدل چې نوموړي وویل: (د سولې، ثبات او د اسلامي نظام د ټېکاو لپاره له خپل موقف تېر دی)، دا تېرېدنه او قربانۍ د دې لامل شوې چې په کور دننه او بیرون ملي او بین المللي اجماع په شکل ګیرۍ کې ده.

    د روسیې لخوا اسلامي امارت سره د تعامل غږ پورته کول، د ترکمنستان لخوا د اسلامي امارت د بندیزونو له لیسته ایستل، د عربي هېوادونو له لوري د افغانستان حکامو ته سیاسي پروټوکول ورکول، د ایران او چین لخوا تر بل هر وخت اقتصادي او سیاسي تعاملاتو چټکوالی بې څه نه دی.

    نو ویلی شو چې د دوحې د ناستې لپاره نېک نیت حتماً نېکه ثمره لري.
    افغانستان دې نېکمرغه وي.
    یو عظیم ملت دې سربلنده وي.
    په دې جغرافیې دې د سولې لمر وځلېږي.

    مخکینۍ مقالهکاااش غربیان د افواهاتو په خپرولو او دروغجنو تبلیغاتو شرمېدلی!
    راتلونکي مقاله د جنګ سړي د سولې خلک هم وي.

    مربوطه لیکنې

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،932 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،862 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،849 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.