رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اوکراین په مرکزي ښار پولتاوا کې پر یوه پوځي انسټیټوټ د روسیې په هوايي برید کې کابو ۵۰ تنه وژل شوي دي.
ياد برید چې د روسیې او اوکراین د جګړې تر ټولو قوي او خونړی برید ګڼل کېږي پکې ټول وژل شوي د اوکراين پوځيان دي، او د وژل شويو تر څنګ شاوخوا ۲۷۰ نور ټپیان هم دي.
رويټرز همدارنګه په خپل راپور کې زياتوي چې په دغه هوايي برید کې دوه بالستیکي توغندي کارول شوي چې د روانې جګړې تر ټولو خونړی برید ګڼل کیږي.